هلمندي بزګران د سویابینو د کرکېلي نوي لارې چارې زده کوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۶:۲۱
هلمندي بزګران د سویابینو د کرکېلي نوي لارې چارې زده کوي

۲۹ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د افغانستان پراختیایي ادارې په مالي همکاری ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په کډون ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل کیږې.
د هلمند دکرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې بزګرانو ته د سویابینو دکرکېلي نویو لارو چارو د زده کړې په پار روزنیز پروګرام پیل شوی دی.
د ښاغلي الکو په خبره ددې پروسې له لارې بزګران ته د زده کړې ترڅنګ دوی ته د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول کېږي، چې د اړتیا وړ تخممونه او کیمیاوي سرې د وطن ملي دانې لخوا چمتو کیږي، ترڅوددې ولایت په ۱۲۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین ورکرل شي.
د یادې ځمکې څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه پېرل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا د هلمند په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوې وه، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل.
څېړنو ښودلې چې هلمند ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت