هرسراج کې پر ۵۸ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۶:۵
۲۴ چنګاښ ۱۳۹۸ د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې و لایت د نهرسراج ولسوالۍ ۵۸ بڼوال د انګورو د ناروغیو او افتونو دهر اړخیز کنټرول په موخه تر عملي روزنې وروسته پر دغو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشلي دي. دغه توکي، چې د بدیل معیشت پروګرام یا مرسي کورپ (MC) په همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې محافظتي جامې، عینکې، دستکشې، موزې، د ښاخبری قیچې، ماسک، محافظتي خولۍ او زینه شامل دي. د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي. ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي. له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار به هلې ځلې ډېر کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت