هرات کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې ټولې ممیزخونې تر دوو اوونیو ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۳:۲۱
هرات کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې ټولې ممیزخونې تر دوو اوونیو ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي
۲۱ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې د هرات په ولایت کې دڅه باندې ۳۲۷میلیونه افغانیو په لګښت د یوزر او پنځه ممیزخونو د جوړولو چارې، نږدې درې میاشتې وړاندې پیل کړي دي، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې یاد ټولې ممیزخونې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي. ددغو ممیزخونو رغنیزې چارې تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي. ددغو ممیزخونو لس سلنه لګښت برخمن شوي بڼوال ورکوي.
هر یوه ممیزخونه ۱۰ مټریک ټنه وړتیا لري او ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې ددې ولایت ټول ممیزخونې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هرات د انګورو له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی، چې سږکال یې څه باندې ۱۴۰ زره ټنه انګور تولید کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت