هرات کې د زعفران ګل پنځمه جشنواره جوړه شوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۹
هرات کې د زعفران ګل پنځمه جشنواره جوړه شوه

۲۶ لړم ۱۳۹۸
د زعفران ګل پنځمه جشنواره او د زعفراني خوړو نندارتون د سلګونو زعفران کارانو، د زعفران په برخه کې د خصوصي سکټور او فعالو شرکتونو استازو، د زعفران کارانو ټولنې او اتحادیې او د یوشمېر نورو هېوادونو د استازو په شتون کې په هرات کې جوړه شوه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی ددې جشنوارې په پرانیستونکی وينا کې وویل: «د زعفرانو د پراختیا د اسټراټژی پر اساس اټکل شوې وه، چې موږ په ۱۴۰۰ ام کال کې ۱۴ ټنه تولید ته ورسېږو، خوموږ پنځه کلنه لار په دوو کلونوکې طی کړ.»
ښاغلی درانی زعفران کارانو او ددې سکټور په برخه کې فعالو سکټورونو ته وړاندیز وکړ، چې په کلیزه کې دزعفرانو دملي ورځې په نوم پر یوې ورځې په هوکړې سره یوه ورځ ځانګړی کړي، ترڅو افغانستان لکه د جلغوزې د ملي ورځې په څېر د زعفرانو ملي ورځ هم ولري او په کلیزه کې ورته ځای ورکړل شي.
د کرنې وزیر ددې کار موخه د افغانستان زعفران ته ارزښت ورکول او د خلکو له خوا د زعفرانو کارول وبلل.
د کرنې وزیر وویل، چې د زعفرانو د تولید سږنۍ کچه په هرات کې ۱۷ ټنه او په ټول افغانستان کې ۱۸ ټنو ته رسیږي.
د کرنې وزیر وویل: «د کیفیت له پلوه لومړی ځای لرو، د کمیت له اړخه د نړۍ درېیم تولیدوونکی یو، خو زموږ برنامه داده، چې د کیفیت په ساتنې سره د زعفرانو دویم تولیدوونکی شو.»
د افغانستان زعفران اوس په بهرنیو نندارتونونو کې ځانګړی ځای او امارات، چین، هند، عربستان او اروپایي هېوادونه د افغانستان د زعفرانو د پېر لېوالتیا لري.
د کرنې وزیر هېواد ته د زعفران او د زعفرانو د پیازو د وارداتو د مخنیوي په هکله وویل، چې دا کار د زعفرانو د سکټور په غوښتنه ترسره شوې ده او دا سکټور باید افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.
نصیر احمد درانی وویل، چې هرات د کرنې په برخه کې لوی اقتصادي وړتیا لري او په همدې موخه یاد ولایت ته ډېره بودیجه ځانګړې شوې ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني په دې جشنواره کې وویل، چې هرات کې په اووه زره هکټار ځمکه کې د زعفرانو کرکېله شوې او په دې ولایت کې ۴۵ شرکتونه او ټولنې په دې برخه کې فعالیت لري.

هغه وویل، چې روان کال د زعفرانو د پروسس او بسته بندی ۱۰۰ مرکزونه تجهیز شوي دي.

د زعفرانو د پیازو منظم وېش، د نندارتونونو جوړول، د زعفرانو ملي انسټیټوټ جوړول، د صادراتو سرټیفیکيټ وړاندې کول او پر زعفران کارانو د اړتیا وړ توکي وېشل هغه کړنې دې، چې د کرنې وزارت له خوا په هرات کې د زعفرانو د کیفیت د ښه کولو او دتولید د لوړولو په پار ترسره شوي دي.

دغه راز د هرات ولایت د مقام مرستیال او چارسمبال محمدداوود هاشمي وویل: «هرات یواځې اقتصادي او صنعتي قطب نه دی، بلکې کرنیز قطب هم دی.»

هغه وویل، چې په دې برخه کې په هرات کې پانګونې ډېر شوي دي.

د هرات ولایت د مقام مرستیال او چارسمبال د زعفرانو د تولید، بازارموندنې او صادراتو په برخه کې د کرنې وزارت هلې ځلې اغېزناکې وبللې او ددې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.

هغه وویل، چې په هرات کې ۱۵ زره کورنۍ د زعفرانو د سکټور په برخه کې په دندو بوخت دي.

په همدې حال کې، په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی سیدعظیم کبرزاني وویل، «د زعفرانو د سکټور په برخه کې ښه پرمختګ لرو، هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه؛ د کرنې وزارت هلې ځلې د ستایلو دي.»

ښاغلی کبرزاني د کرنیزې بودیجې د زیاتولو اړتیا ته په کتو زیاته کړه: «پارلمان ته د ۱۳۹۹ یم کال بودیجه استول شوې او موږ هڅه کوو، چې په پارلمان کې کرنې او زعفران ته ډېره پاملرنه ووشي.»

په یاده جشنواره کې د هرات د زعفران کارانو استازی بشیر احمد رشیدي د زعفرانو د تولید دزیاتولو، پروسس، بسته بندی او بازراموندنې په برخه کې دکرنې وزارت له همکاریو مننه وکړه. هغه دغه راز د افغانستان زعفران ته د بازارموندنې په برخه کې د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د هلوځلو ستاینه او مننه وکړه.

ښاغلی رشیدې دغه راز وړاندیز وکړ، «د بازارموندنې په برخه کې باید ډېره پاملرنه ووشي او افغانستان ته د زعفرانو د قاچاق مخه ونیول شي.»

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۲۸
Background image

کندهار کې له ۹ زرو څخه ډېرو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو د دودولو او د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت په نهو ولسوالیو کې ۹ زره او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

د ۱۴۰۵ کال د «متوازنیه» د لګښت کچې د ارزونې او د ۱۴۰۶ کال د«متوازنیه» د وړاندیز په اړه غونډه ترسره شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د منظور شوې متوازنیه د لګښتونو او د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د «متوازنیه» د وړاندیزونو د ارزونې غونډه، د کرنې، اوبولګولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۰
Background image

ننګرهار کې د ګنیو د حاصلاتو د ۲۰ سلنه زیاتوالي اټکل شوی؛ سږ کال به څه باندې ۱۸۱ زره مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د بزګرانو د مسلکي روزنې په پایله کې، سږ کال د دغه. . .

بازگشت