نیمروز کې پر ٧ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوې سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۳:۵۹
نیمروز کې پر ٧ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوې سرې ووېشل شوې

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د نیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت پر ٧ زره مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کيمياوي سرې وېشلي دي.
 د نيمروز ولايت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریيس، مولوي عبدالخالق "حکيم الله"وايي، د خاشرود ولسوالی دوه زره تنو بزګرو، د چخانسور  ولسوالی زره تنو، د دلارام دوه زره بزګرو، د زرنج ښار زرو بزګرو او د چهاربرجکې ولسوالی زرو تنو بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
د ښاغلي حکیم‌الله په خبره اصلاح شوي تخمونه د افغانستان د راتلونکي نسلونو مؤسسې لخوا د همدې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ د یادو ولسوالیو د کرنې د مسؤولینو په حضور کې ووېشل شول.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت