نورستان کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۱:۳۲
نورستان کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې نباتي ناروغیو او افتونو سره د هر اړخیزې مبارزې کمپاین په لاره اچول شوی دی.
په دې کمپاین کې دیاد ریاست د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي.
د نورستان د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، چې ددې کمپاین په ترڅ کې بڼوالو او بزګرانو ته د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې ښودل کېږي او دغه راز ددې پروسې له لارې شاوخوا ۲۰۰ بڼوالو ته بورډومیکسچر ژمني تېل اونور وقایوي درمل هم ورکول کېږي.
د چارواکو په خبره؛ د ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو ځالګۍ او بېلابېلې ناروغۍ له منځه ځي، چې په پایله کې ونې او ښاخونه ښه وده او نمو کولی شي.
د نورستان د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو ګواښونو د مخنیوي په پار د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له روغتیايي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت