نورستان کې له یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۵۲
نورستان کې له یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

۷  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو ادارې د ښځو څانګې په مالي او د افغان ښځو پرمختیایي مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز پارون او واما ولسوالی کې پر ۲۶ مالدارانو د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د چاراکو په خبره ددې مرستې په لړ کې یادو مالدارانو سره د کورتو جوړولو د توکو، مالدارانو سره د لبنیاتو پروسس څخه د حیواني خوړو جوړولو (چنر)، د پنیر جوړولو ټابلیټونه، د شېدو ټولولو لوځې او روغتیایي کېټ ورکړل شوي دي.
په همدې حال کې دنورستان ولایت  د کرني،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر او سرپرست   انجنير محمد حنیف افغان له مالدارانو څخه وغوښتل، چې د شیدو لرونکو غواګانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي او د شیدو لرونکو غواګانو نسل زیات کړي ترڅو ددوی پاقتصاد ورسره ښه شي.
یو تن مالدار عطاء الله وویل په مرسته شوي وسایلو خوښ دی، او د ولایتي ادارې او اړونده مؤسسې نه مننه وکړه، چې مالدارانو ته سهولتونو برابرولو ترڅنګ ورته خاصه پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت