نورستان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پارهڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۸:۵۷
1111

د نورستان مرستیال والي مولوی فیصل مختار، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرآقا(پیر حبیب الرحمن)، د ځنګلاتي کمېټې غړو، د امنیې قومندانۍ او د شنې قطعې استازو سره په ناسته کې د ځنګلونو د خوندیتوب، بیارغونې او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې.
ددې ناستې په ترڅ کې د نورستان دکرنې ریاست له خوا د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په پار ترتیب شوې طرحه وړاندې شوه او په غونډه کې له حاضرو چارواکو وغوښتل، چې د یادې طرحې د بډاینې په پار دې خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړي.
په ورته وخت کې دنورستان مرستیال والي مولوی فیصل مختار د شنې قطعې مسوولینو څخه وغوښتل، چې ترتیب شوې طرحه دې د نورستان ولایت په کچه پلي کړي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې موده مخکې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په مشرۍ پلاوی یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت