نورستان ملي پارک کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۰
نورستان ملي پارک کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار هڅې

۱۶ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې دوی ددې ولایت ملي پارک کې سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او ددې ملي پارک خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي.
ددغو هلو ځلو په دوام د نورستان ملي پارک لپاره دروازې او ترڅنګ یې د سېلانیانو لپاره د سانتیاوو رامنځته کولو په پار د معلوماتو خونې جوړلو چارې پیل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، د افغانستان بانک مدیر شیخ سمیع الله خنجر، د ولایت مقام مالي آمر مولوی شهاب الدین، د ښارو جوړونې رییس مولوی رحیم الله، مرکز څخه راغلی پلاوی او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د نورستان دکرنې رییس مولوی سلیمان ایمن وویل، چې یاده دروازه او د دروازې ترڅنګ د سیلانیانو د لارښوونې مرکز دوه خونې  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت چی ټوله بودیجه یی ۱.۹ ملیونه افغانۍ ده جوړېږي، چې ورسره به نورستان ملي پارک ته راتلونکی سیلانیانو ته لارښوونې کېږي او ترڅنک یې د نورستان ولایت په عایداتو کی زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت