ننگرهار کې د یوې پروژې له لارې ۴۱۰ شنې خونې او ۲۳۰ کورني باغچې جوړ شوي دي
۱۲ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه «CBARD»، په تېرو دور کلونو کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې ۴۱۰ شنې خونې او ۲۳۰ کورني باغچې جوړې کړي دي.
په یادو چوپړتیاوو کې د ۱۸۰ لویو شنوخونو، ۲۳۰ وړو شنوخونو او ۲۳۰ کورنیو باغچو جوړول شامل دي، چې له ۲۰۱۸ ام کال څخه را په دېخوا د ننګرهال ولایت د خوګیاڼو، چپرهار، رودات، کوټ، اچین او شېرزادو ولسوالۍ کې جوړې شوي دي او ۶۴۰ کورنۍ ترې په نېغه ګټه پورته کوي.