ننګرهار کې ۴۲ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۰
ننګرهار کې ۴۲ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې او اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سره د کارونو د ښې همغږۍ او د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سره وېش په موخه ناسته ترسره کړه .
ددې لیدنې په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادرې استازي داکتر عبدالمعرؤف ابرهیم خېل خپلي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
نوموړې وویل سږ کال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې ۴۲ زره بزګرانو ته  دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو مسؤلینو ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت