ننګرهار کې ۱۳ تنو ته د حیواني محصولاتو د پېر او پلور د مرکزونو جوړولو  په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲۹
ننګرهار کې ۱۳ تنو ته د حیواني محصولاتو د پېر او پلور د مرکزونو جوړولو  په موخه روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په تخنيکي او داروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د کابل، ننګرهار، بامیان او غزني ولایتونو ۱۳ تنو ته دحیواني محصولاتو د پېر او پلور مرکزونو جوړولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي یاد ورکشاپ اړین وباله او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او افغانانو ته یې د کار زمیني برابرولو یو فرصت یاد کړ.
بهسودي د هالنډ کمیټې له مسولینو د درملو، واکسینونو،  چینجیو ضد درملو، لبنیاتو تولید او پروسیس کارخونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې د ننګرهار مالدارانو ته دچوپړتیاوو وړاندې کولو غوښتنې وکړې.
دغه راز په یاد ورکشاپ کې دوکاندارانو ته د حیوانې محصولاتو د پېر او پلور سوداګریزو لارو چارو، د وړیو پروسس، دکشميرې پروسس، د لبني محصولاتو پروسس، او د حفظ الصحې د مراعتولو په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
د ورکشاپ په پای کې یادو کسانو ته دکار وبار د پیل او لومړنی پانګې په موخه  د ۵۰۰ دالرو معادل افغانۍ نغدي مرسته وشوه او همدارنګه برقي تله،  لوحه او قرطاسیه هم ورکړل شو .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت