ننګرهار کې څه باندې ۵۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۱۸
ننګرهار کې څه باندې ۵۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي 

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کارونو ښه والي، همغږۍ، تېرو او راتلونکو کړنو په موخه وکتل.
 خوشحال اصفي وویل راتلونکي فصل لپاره د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې څه باندې ۵۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوی سرې وېشو.
همدارنګه د نملي بڼ د ناروغیو مخنیوي لپاره درمل برابرولو، کارونو همغږۍ، نوو پروژو او نورو اړوند مسایلو په برخه کې کرنې رییس سره معلومات شریک کړل. 
ښاغلي اصفي په راتلوونکی کې دغنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي، شاتو مچیو، مرخېړیو، کورني چرګان، شنو خونو او د کانالونو جوړولو کې د پروژو پلي کولو ژمنې وکړې.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر کارونو خوښي وښوده او په قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت