ننګرهار کې څارویو ته د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو  کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۴
ننګرهار کې څارویو ته د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو  کمپاین پیل شو

ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجي پرمټ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د کانګو ناروغیو مخنیوی لپاره څارویو ته د وترنرۍ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو پرمټ تطبیق چارې پیل شوې.
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د کانګو  مخنیوې لپاره د سیمه ییزو واحدونو ډاکترانو ته  نګاوان، درملو شېندلو پمپ، موزې، ماسک، لاس مینځلو مایع  او عینکې ورکړل شوي، ترڅو د مالدارانو څاروېو او طویلو کې درمل وشیندې او د کنو پروړاندې مبارزه وکړې .
 د  کرنې رییس د وترنري سیمه ییزو مسؤلینو ته د ولسونو سره د ښې رویې،  انصاف، خپل مسلک ته ژمن پاتي کیدو غوره چوپړتیاوو ترسره کولو سپارښتنۍ وکړي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره  به نه ستړې کیدونکي هڅې وکړې، ترڅو پرځان بسیا شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت