ننګرهار کې څارویو ته د کانګو وینه بهیدونکي ناروغۍ پر وړاندې د درمل شېندلو کمپاین پیل شو

ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجي پرمټ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د کانګو ناروغیو مخنیوی لپاره څارویو ته د وترنرۍ سیمه ییزو کلینیکونو مسؤلینو پرمټ تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د کانګو مخنیوې لپاره د سیمه ییزو واحدونو ډاکترانو ته نګاوان، درملو شېندلو پمپ، موزې، ماسک، لاس مینځلو مایع او عینکې ورکړل شوي، ترڅو د مالدارانو څاروېو او طویلو کې درمل وشیندې او د کنو پروړاندې مبارزه وکړې .
د کرنې رییس د وترنري سیمه ییزو مسؤلینو ته د ولسونو سره د ښې رویې، انصاف، خپل مسلک ته ژمن پاتي کیدو غوره چوپړتیاوو ترسره کولو سپارښتنۍ وکړي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره به نه ستړې کیدونکي هڅې وکړې، ترڅو پرځان بسیا شو.