ننګرهار کې پر ۱۲۰ بېوزله او  اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۲۷
ننګرهار کې پر ۱۲۰ بېوزله او  اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې 

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ننګرهار په څلورو ولسوالیو  شېرزاد،  سرخ رود،  رودات او خوږیانو  کې « ډاکار مؤسسې» په همکارۍ ۱۲۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی اقتصادي پیاوړتیا په پار وزې ورکړل شوي دي. 
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل هرې ګټي اخیستونکې ته دوه وزې او څلور واړه بچې ( سېرلې)، ۵۰ کیلوپنبه داني کنجاړه، ۵۰ کیلو د غنمو سبوس، ۵۰۰ ګرامه ویټامین، ۱۰۰ ملي لیټره چینجیو ضد درمل یو اخور او یو ربړي د اوبو لوښی ورکړل شوي دي. 
محمد وایې دیادو مرستو موخه د نشه یې توکو له منځه وړل او په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینې  برابرول دي، ترڅو کورنۍ پر ځان بسیا شي.
باید وویل شي، چې د ډاکار مؤسسه د مالدارۍ ترڅنګ د کرنې په برخه کې هم د بزګرانو او مالدارانو لاسنېوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت