ننګرهار کې پر ۱۲۰ بېوزله او اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې
۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ننګرهار په څلورو ولسوالیو شېرزاد، سرخ رود، رودات او خوږیانو کې « ډاکار مؤسسې» په همکارۍ ۱۲۰ تنو هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د نفقې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی اقتصادي پیاوړتیا په پار وزې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل هرې ګټي اخیستونکې ته دوه وزې او څلور واړه بچې ( سېرلې)، ۵۰ کیلوپنبه داني کنجاړه، ۵۰ کیلو د غنمو سبوس، ۵۰۰ ګرامه ویټامین، ۱۰۰ ملي لیټره چینجیو ضد درمل یو اخور او یو ربړي د اوبو لوښی ورکړل شوي دي.
محمد وایې دیادو مرستو موخه د نشه یې توکو له منځه وړل او په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینې برابرول دي، ترڅو کورنۍ پر ځان بسیا شي.
باید وویل شي، چې د ډاکار مؤسسه د مالدارۍ ترڅنګ د کرنې په برخه کې هم د بزګرانو او مالدارانو لاسنېوي کوي.