ننګرهار کې لسګونه اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۰
ننګرهار کې لسګونه اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول


۲۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ستاسو غږ«وا،وي،او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د کوټ او بټي کوټ ولسوالیو ۱۴۰ اړمنو کورنیو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته د نغدې پیسې ترڅنګ  ۳۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو دانه، درمل،  دانه خوري او ابخوري، مرغانچې، جالۍ، کړکۍ، دروازې او نور اړین توکي ورکړل شوي دي. 
ښاغلی محسن وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت