ننګرهار کې سږکال د سټروسو ۴۵۰ زره نیالګي تولید شوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۰
امسال ۴۵۰ هزار نهال ستروس در ننگرهار تولید شده است

۱۵مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNAPP2»له لارې د ننګرهار ولایت په نرسریو یا د نیالګیو د تولید په مرکزونو کې دسټروسو څه باندې ۴۵۰ زره نیالګي تولید کړي دي.
ددغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې په دوو شنوخونو کې او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي.
په ننګرهار کې د SNAPP2 او CLAPپروژو مسوول رحمت ګل سیرت وایي، چې د سټروسو نیالګیو دوه قوریې د بهسودو او نور یې ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې دي. هغه وویل: «ددغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې د بهسودو ولسوالۍ په دوو شنوخونو کې تولید شوي او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي، چې په کې د لیمو او مالټې نیالګي شامل دي او ښه بازار لري.»
د ښاغلي سیرت په خبره د شنوخونو قوریې هره قوره یې نږدې ۵۰ زره د لیمو او مالټې نیالګي تولید کړي دي او دغه نیالګي وېش ته چمتو دي، چې د نیالګیو اېښودو په موسم کې پر بڼوالو اوځمکوالو وېشل کیږي. دغه قوریې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال دي او په معیاري توګه خړوبیږي.
په ختیځ زون کې د SNAPP2پروژې مسوول وایي، چې په دې مرکزونو کې لسګونه بڼوال د نیالګیو د اوبولګولو، تولید، روزنې او ساتنې په برخه کې روزل شوي دي، ترڅو څنګه اصلاح شوي او باکیفیته نیالګي تولید کړي. د هغه په خبره، تولید شوي نیالګي تصدیق شوي او له ناروغیو او افتونو څخه پاکې نیالګي دي او د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې شتون لري. هغه وویل: «ددغو نرسریو د جوړولو موخه د مثمرو او اصلاح شویو بڼونو جوړول دي. د ونو د ساتنې او خوندیتوب ټول توکي هم پر بڼوالو وېشل شوي دي او په لمریز سیسټم هم سمبال دي. یاده پروژه په پام کې لري، چې په راتلونکو فصلونو کې په یادو نرسریو کې د شفتالو او آلو نیالګي هم تولید کړي.»
د پروژې مسوول زیاته کړه: «دا کار مو د نیالګیو د کمښت د ستونزې هوارولو په پار ترسره کړی دی، ځکه بڼوال د نیالګیو د کمښت له وجې له ستونزو سره مخ ول.»
رازمحمد هغه ځمکوال دی، چې په ځمکه کې یې د نیالګیو قوریه جوړه شوې ده او د خېوې په ولسوالۍ کې د یوې قوریې مسوول دی، هغه په دې هکله وایي: «یو کال کیږي، چې په دې بڼ کې بوخت یم، او د خپلې ځمکې یوه برخه مې د ننګرهار د کرنې ریاست په واک کې ورکړی دی، ترڅو په کې نیالګي تولید کړي، زه خپله او پنځه نور کسان هم راسره دلته کار کوي. ددې نرسرۍ ښیګڼه داده، چې سر یې پټ دی او له ناروغیو خوندي دی او افتونه په کې نشته، هیله ده، چې له دې نرسرۍ څخه تر ۶۰ زره نیالګي تولید کړو.»
د ختیځ زون ولایتونه د سټروسو بڼونو جوړولو ته مناسبه چاپېریال لري. ټاکل شوې، چې ددغو نیالګیو په تولید سره د لغمان، ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت