ننګرهار کې د چرګانو ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې؛ له چرګانو نمونې واخیستل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۰
ننګرهار کې د چرګانو ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې؛ له چرګانو نمونې واخیستل شوې

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د چرګانو د ناروغیو خپرېدو د مخنیوي په موخه ددې ولایت د غني خېلو ولسوالی کې، د ناروغو چرګانو د درملنې او د پېښو د ثبت په پار له چرګانو څخه نمونې راټول او اړوندو مراجعو ته د څېړنې په موخه وسپارل شول. 
د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست چاراوکي وايي، فارم لرونکو ته په خپل وخت سره د رسېدنې  او د ستونزو د حل په موخه د یاد ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت څخه تخنیکي ټیم غني خېلو او روداتو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې دبالټیک کنټرول مؤسسې درې فارمونو د  ۳۰ زره چرګانو څخه د ۳۰ چرګانو څخه د ویني نموني  واخېستل شوې او مرکزي لابراتوار ته د لا ښې څېړنې په موخه استول شوي، ترڅو معلومه شي، چې کومه ناروغي ونلري.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د وینې نمونو اخیستلو موخه د ناروغیو معلومول او د ښو او روغو چرګانو وېشل دې.
دوی زیاته کړه بالټیک کنټرول مؤسسه غواړي په ننګرهار کې غریبو او ناچاره مېرمنو ته کورني چرګان ووېشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت