ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونو جوړولو چارې پیلېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۴
ننګرهار کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونو جوړولو چارې پیلېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې وزارت د او بولګولو او نوې ټکنالوژې رییس مولوي معاذ الله عادل په مشرۍ پلاوی ننګرهار ولایت د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره په ننګرهار کې د چکډېمونو جوړولو په موخه وکتل.
دکرنې وزارت د او بولګولو او نوې ټکنالوژې رییس مولوي معاذ الله عادل وویل، چې د امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې لوریني لمخې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د چکډېمونو د جوړولو حکم شوی ؤ چې په ننګرهار کې د ۱۵ چیکډېمونو رغنیزې چارې بشپړ او د پاتي ۷ نورو کارونه به په نږدې ورځو کې پیل شي. 
ښاغلي عادل وویل، چې دغه چکډېمونه د ننګرهار په اچین، ګوشته، هسکه مېنه، پچیراګام، کامه، مهمندره او بټې کوټ ولسوالېو کې د بارانې اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو د سطحي لوړولو په موخه جوړېږي، چې د سیمي سلګونو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د چکډېمونو پر جوړولو خوښې وښوده او د هراز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت