ننګرهار کې د مني موسم د بڼونو جوړولو کمپاین پیل شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۵۸
ننګرهار کې د مني موسم د بڼونو جوړولو کمپاین پیل شو

۴ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د مني موسم د بڼونو د جوړولو کمپاین پیل شو. ټاکل شوې، چې د دې کمپاین په لړ کې به په دوه زره جریبه ځمکه کې د بېلابېلو مېوو بڼونه جوړ شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس انجنیر سمیع الله نصرت په همدې تړاو جوړه شوې غونډې ته وویل: «ددې کمپاین په ترڅ کې به په دوه زره جريبه ځمکه کې نږدې دوه سوه زره د ستروسو او نورو مېوو نيالګي وکرل شي.»

د ښاغلي نصرت په خبره په دغو ځمکو کې به ۱۹۴زره نيالګي کېښودل شي، چې په دې لړ کې به د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا « CBARD » برنامې له لوري په شپږو (رودات، کوټ، اچین، چپرهار، شیرزاد او خوګیاڼیو) ولسوالیو کې په زر جریبه ځمکه او په پاتې نورو ولسوالیو کې به دکرنی ریاست او نورو اړونده ملي برنامو په مټ دسټروسو او مېوو بڼونه جوړ شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مني موسم د بڼونو جوړولو د کمپاین موخه په ننګرهار کې د کوکنارو د کرکېلي مخنیوي او حلالو فصلونو کرکېلي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت