ننګرهار کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۴۹
ننګرهار کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپاین پیل شو

۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې مدیریت له لورې د لښکري ملخانو د تثبیت او مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د لښکري ملخانو تثبیت او مخنیوي کمپاین چارې پیل شوي دي. 
ښاغلی محمد وویل، چې د کوزکونړ ولسوالۍ د ګمبیري په سیمه کې په ډېره کچه او د بهسودو بهراباد سیمه کې په کمه کچه ملخان لیدل شوي، او ډېر ژر به یې پر وړاندې د مخنیوي کمپاین پیل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي تر څو پر وخت سره د طبيعي افتونو او صحرایي ملخانو د راتګ مخنیوی وکړي او له دې لارې د راتلونکو ګواښونو کچه ټیټه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت