ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ څه باندې ۲۵۶ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۵۵
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛ څه باندې ۲۵۶ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۶جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په همکارۍ ددې ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو « بهسود، کامه، دره نور، کوز کونړ، رودات، چپرهار، سره رود، خوږیاني، شېرزاد، حصارک، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین، نازیان،غني خېل او دوربابا» ولسوالیو کې ۲۵۶ زره او ۶۰۰ راسه وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته د چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل کړي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو،  چینجیو له منځه وړل،  د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالې په موخه ورکول کېږي.  
دغه راز د هالینډ کمیټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو،  حیوانې خوراکې وېش،  حیوانې کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت