ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه جلغوزې ترلاسه شي
۱۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د معلوماتو په اساس، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو څخه د اټکل له مخې ۱۴۰ مټریک ټنه جلغوزې ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي زېرمو امر، قاري کاهون عبدالرحمن اتل، وویل چې د ننګرهار په حصارک، شیرزاد، خوږیاڼي، پچیراګام، هسکه مېنه او سپین غر ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۱ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه د جلغوزیو قدرتي ځنګلونه شتون لري، چې د روان کال د ارزونو له مخې به ترې ۱۴۰ مټریک ټنه خالص جلغوزي ترلاسه شي.
د نوموړي په وینا، تېر کال له همدې ځنګلونو څخه ۹۰.۳ مټریک ټنه جلغوزې راټول شوي وو، خو سږ کال د مناسب مدیریت او ترسره شویو روزنیزو پروګرامونو له امله د حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی اټکل شوی دی.
ښاغلي اتل د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د ځنګل لرونکو ولسوالیو اوسېدونکو ته د جلغوزیو د حاصل راټولولو په برخه کې د مسلکي روزنو او عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کول، د جلغوزیو د غوټو د راشکولو د معیاري او مسلکي طریقو ترویج، او د طبیعي ځنګلونو غوره ساتنه وبلله.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي ځنګلونو ساتنه او دوامداره مدیریت د خپلو لومړیتوبونو له ډلې ګڼي او هڅه کوي، چې د ځنګلونو د خوندي ساتنې ترڅنګ د جلغوزیو تولید زیات، د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت پیاوړی او د طبیعي زیرمو دوامداره ګټه اخیستنه یقیني کړي.
پیشبینی برداشت ۱۴۰ متریک تُن جلغوزه از جنگلات طبیعی ننگرهار در سال جاری
۱۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ربیعالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
بر اساس معلومات مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، پیشبینی میشود که در جریان سال جاری از جنگلات طبیعی جلغوزه این ولایت، حدود ۱۴۰ متریک تُن جلغوزه برداشت شود.
قاری کاهون عبدالرحمن اتل، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که جنگلات طبیعی جلغوزه در ولسوالیهای حصارک، شیرزاد، خوگیانی، پچیراگام، هسکهمینه و سپینغر این ولایت در حدود ۱۱ هزار و ۹۱۰ هکتار زمین وجود دارد و بر اساس ارزیابیهای انجامشده، پیشبینی میشود که در سال جاری ۱۴۰ متریک تُن جلغوزه خالص از این جنگلات به دست آید.
به گفته وی، سال گذشته از همین جنگلات ۹۰.۳ متریک تُن جلغوزه جمعآوری شده بود؛ اما انتظار میرود امسال به دلیل مدیریت مناسب و برگزاری برنامههای آموزشی، میزان حاصلات بهگونه چشمگیری افزایش یابد.
اتل، برگزاری آموزشهای مسلکی و برنامههای آگاهیدهی برای باشندگان ولسوالیهای دارای جنگلات جلغوزه در زمینه جمعآوری حاصلات، ترویج روشهای معیاری و مسلکی برداشت و جمعآوری مخروطهای جلغوزه و حفاظت بهتر از جنگلات طبیعی را از عوامل عمده افزایش حاصلات عنوان کرد.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار حفاظت و مدیریت پایدار جنگلات طبیعی را از اولویتهای خود میداند و تلاش میکند تا در کنار حفاظت از جنگلات، تولید جلغوزه افزایش یافته، وضعیت اقتصادی باشندگان منطقه تقویت شود و استفاده پایدار از منابع طبیعی تضمین گردد.
