ننګرهار د شاتو د تولید په برخه کې تر ټولو مخکښ ولایت

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۱:۲
 ننګرهار د شاتو د تولید په برخه کې تر ټولو مخکښ ولایت

ننګرهار، چې د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو شاتو او ګلانو په لرولو سره د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر محمدضمیر بهسودي وایي، چې دتېر کال په پرتله ددې ولایت د شاتو مچیو تولید او تکثیر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي بهسودي په خبره ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې له دې ډلې ۳۵۰ یې د ننګرهار د شاتو مچیو ټولنې سره راجستر شوي دي. د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شتون لري او په دغو فارمونو کې تر څلور زره پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
محمد ضمیر بهسودي وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي، چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.
په دې وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
د ننګرهار په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه له ۲۵۰ تر ۵۰۰افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
د کرنې وزارت له خوا د دولت، موسسو، شاتو مچیو روزونکو او د شاتو تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او بازار موندنې په پار ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو ټولنه هم جوړه شوې ده. دغه ټولنه د کروندګرو او شاتو مچیو روزونکو د ستونزو هوارولو ترڅنګ د شاتو مچیو صنعت ته د ودې ورکولو او د شاتو د تولید په برخه کې هم کار کوي.
د ننګرهار د شاتو مچيو روزنې د ټولنې د چارواکو په خبره، د ننګرهار شات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خرڅيږي، چې دمګړۍ په هلمند، بلخ، کابل او هرات کې فعالې څانګې لري او ترڅنګ يې د نورو ولايتونو پر هټيوالو هم خرڅيږي. ياده ټولنه په ننګرهار کې د شاتو د توليد پنځه کارځايونه هم جوړې کړي دي.
د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي، د اوړي منځ او د مني پیل کې. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په ميليونونه پېرېدونکي لري.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
د کرنې وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچه اوسمهال د شاتو مچیو روزلو په برخه کې څه باندې ۴۰ زره کورنۍ کار کوي او د خپلو کورنیو لګښتونه له همدې لارې ترلاسه کوي. د مګړۍ په هېواد کې څه باندې شپږ زره او ۵۱۰ کسان د شاتو مچیو په روزلو بوخت دي او کرنې وزارت د ۸ کوپراتیفونو، ۲۸ ټولنو او یوې اتحادیې په قالب کې د شاتو مچیو روزنکو څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د شاتو مچیو څه باندې ۲۱۳ زره او ۸۳۷ صندوقونه شتون لري خو افغانستان د شاتو مچیو د یو میلیون صندوقونو ظرفیت لري.
د کرنې وزارت، د شاتو مچیو د روزنې د ودې په موخه د بازار موندنې، تولیداتو زیاتوالی، د شاتو صادرولو لپاره د خصوصي سکټور هڅوونه او په نړیوالو معیارونو برابر د شاتو مچیو روزنې ته د زمینې برابرولو په پار هلې ځلې کوي.
افغانستان کې د ننګرهار، بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.
د شاتو مچۍ:
د شاتو مچۍ یوه ټولنیزه حشره ده، چې د صندوق د ننه په ټولنیز ډول ژوند کوي. د مچیو هره کورنۍ معمولاً له درې ډوله مچیو ملکه، کارګر او نارینه مچیو جوړه شوي وي.
د شاتو مچۍ خپل خوراک له صحرايي ګلانو لکه د سیچ، سنځلې، سپېلني، عکاسي او دغه راز د شکرو د ونو له پاڼو برابروي او په یو کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي.
د شاتو مچۍ په ډله کې ژوند کوي، هره ډله یوه ملکه لري، دوی ټول سهار راوځي او په ګلانو کینې او شیره راټولوي، بیا بېرته صندوق ته راځي او شات ډکوي. د انساني ټولنو برعکس د شاتو مچیو په صندوقونو کې ښځینه مچۍ دي چې واک چلوي، دغه ملکې د هګیو اچولو له کبله تر ټولو مهمې ګنل کېږي.
ملکه په طبیعي ډول پنځه کاله ژوند کوي، کارکوونکې مچۍ ټول نارینه دي او دا د دوی کار دی، چې لاړ شي له ګلانو شیره راوړي، د صندوق او ملکې ساتنه وکړي، نویو مچیو ته خوراک برابر کړي او صندوق پاک وساتي.
د شاتو روغتیایي ګتې
ددې تر څنګ چې شات خوندوره خواړه ده، د انسان روغتیا ته هم ډېرې ګټې لري.
روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړل، د انسان د بدن زهرجن او مضر مواد لرې کوي. همدارنګه شات داسې مواد هم لري، چې د انسان جلد یا پوستکی تازه او ښکلی ساتي. شات د نورو خوږو خوړو برعکس د انسان د بدن د اضافي وزن په کمولو کې همکاري کوي.
روغتیايي څېړنې وايي، شات داسې مواد او ویټامینونه لري، چې د انسان د بدن اضافي او مضر کولیسټرول ډېریدو ته نه پریږدي.
شات د انسان زړه ښه ساتي؛ د روغتیايي څېړنو له مخې په شاتو کې د اینټي اکساييډنټس په نوم ماده شته چې، د زړه د رګونو په پاک او خلاص ساتلو کې لویه مرسته کوي.
شات حافظه پیاوړې کوي. په شاتو کې د کلسیم ماده د انسان دماغو یا عصابو ښه ساتلو ته خورا ګټوره ده.
د څېړنو له مخې په ورځني ژوند کې د شاتو خوړل انساني حافظه پیاوړې کوي او تر څنګ يې د رواني کړاو په کمولو کې هم مرسته کوي.
شات د انسانانوخوب منظموي؛ په شاتو کې ځنې داسې مواد شته چې د انسان د خوب په منظم کولو کې مرسته کوي.
هره ورځ په خالي معده له اوبو سره د شاتو څښل معدې نه مکروبونه لرې کوي، چې له امله يې معده ښه فعالیت کوي. همدارنګه شات د معدې زخم د ښه کولو په برخه کې هم مرسته کوي او د هضم سیستم هم جوړوي. د وینې د نورمال حالت او د فشار ساتلو لپاره شات ګټور خواړه دی. د وینې د فشار د ناروغانو لپاره د شاتو په باقاعده توګه خوراک د زړه ځواک زیاتوي په بدن کې د وینې د معمولې کولو لامل ګرځي، سر بېره پرې په بدن کې د نورو ناروغیو په وړاندې داخلي دفاع پیاوړی کوي.
شات د ګڼو نورو روغتیايي ګټو تر څنګ داسې مواد هم په ځان کې لري، چې په ستوني یا مرۍ کې درد او نورې ستونزې حلوي. هغوی چې د ستوني له ستونزې کړیږي په نیم ګیلاس اوبو کې دې یوه چای خوري قاشوغه شات واچوي او بیا دې وڅښي ورسره به روغ رمټ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت