ننګرهار: د خوړو او کرنې نړيوالې ادارې(FAO) سيمه ييزو مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۲۰:۱۱
ننګرهار: د خوړو او کرنې نړيوالې ادارې(FAO) سيمه ييزو مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه


۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئيس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونود خوړو او کرنې نړيوالې ادارې (FAO) له ساحوي مسؤل انجینر محمد خوشحال آصفي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوالې ادارې(FAO) ساحوي مسؤل انجینر محمد خوشحال آصفي په ننګرهار ولایت کې د تر سره شويو فعالیتونو په اړه خپل معلومات د ننګرهار کرنې ادارې له رئیس سره شریک کړل، آصفي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې یاده اداره پلان لري چې په ختیځ زون کې د اوبولګولو په برخه کې د چیکډیمونو جوړول، تراسونو جوړول، استنادي دېوالونو جوړول او زهبرونو پاکولو پروژي او همدارنګه د کرنې په برخه کې د مختلفو تخمونو او کیمیاوي سرو او د مالدارۍ برخه کې د حیوانې خوراکې د وېش پروژي پلي کړي.  
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې ادارې رئيس مولوی عبدالستار محمد د (FAO) ساحوي مسؤل ته د پروژو د تطبیق په برخه کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ، او زیاته يي کړه، چې د تېرو اورښتونو له امله په حصارک، سپین غر، نازیان، شیرزاد، اچین، دره نور، مهمندره او کوټ ولسوالیو کې زیات شمېر مالداران او بزګران زیانمن شوي دي، چې باید عاجلي مرستې ورسره وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت