ننګرهار؛ د عشر او ذکات راټولولو کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۰:۴۹
ننګرهار؛ د عشر او ذکات راټولولو کې د ښې همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

٢٢ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٩ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د عشر او ذکات امر مولوي سلیمان اسامه د غني خېلو، کامې او کوزکونړ ولسوالانو،  امنیه قومندانانو او استخباراتو مدیرانو سر د عشر او ذکات په راټولولو کې د روڼتیا، عامه پوهاوی او عشر او ذکات راټولولو کړنلارو روښانه کولو په پار غونډه دائره کړه.
دغه راز  په غونډو کې مسولینو ته د عشر او ذکات کارکوونکي هم ور وپېژندل شول؛  ترڅو عشر او ذکات کارونه د ولسوالانو  سره په همغږۍ ترسره او د امارت په عوایدو کې زیاتوالې راشي. 
دا چې د عشر او ذکات د کارکوونکو تشکیل په رسمي ډول راغلي؛ د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي په ولسوالیو کې د شرعي او اسلامي اصولو له مخې عشر او ذکات راټول او د امارت په خزانه کې جمع شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت