میکانیزه کرکیلې په پار هڅې: هلمند کې لسگونو بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې ماشینونه ووېشل شول  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۳۹
میکانیزه کرکیلې په پار هڅې: هلمند کې لسگونو بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې ماشینونه ووېشل شول  

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت له خوا، ۵۰ بزګرانو ته د یو ورځني روزنیز پروګرام تر پای ته رسېدو وروسته، د جوارو د کتاری کرنې ۵۰ ماشینونه ووېشل شول.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې، د کرنیزو چارو آمر احمد محب وویل: په دې پروسه کې د لښکرګاه ښار د ۸ حوزو بزګران شامل دي، چې دا ماشینونه به د جوارو د کتاري کرنې په برخه کې وکاروي.
یادې مرستې د "ځنځیري ارزښت" مؤسسې په مالي همکارۍ برابرې شوې دي، چې موخه یې په بزګرانو کې د نوې کرنې ترویج او د کرنیزو چارو په برخه کې نوښتونه او ښه‌والی راوستل دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت