میدان ورګو کې څارویو ته د داخلي چنجیو ضد درمل ورکولو کمپاین پیل شو
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې څارویو ته د داخلي چینجیود مخنیوي اودرملنې په پار د چنجیوضد درملو تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
ددې کمپاین په ترڅ کې به ددې ولایت زرګونو لویو او وړو شخوند وهوونکو څارویو ته دداخلي چینجیوضد درمل، د وترنری سیمه ایزو واحدونو په همکارۍ پلي شي.
ددې کمپاین موخه په دې ولایت کې د څارویو د ناروغیو مخنیوی، د محصولاتو زیاتوالي، د څارویو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عایدو لوړول دي.