میدان وردګو کې ۱۵ چک‌ډېمونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۲:۱۸
میدان وردګو کې ۱۵ چک‌ډېمونه جوړېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د اوبو د مهارولو په موخه د لومړي ځل لپاره د ١٥ چیک ډېمونو سروې وشوه.
میدان وردګ یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې اوبو لري خو مهارولو ته یې په تېر کې پاملرنه نه وه شوې.
د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ادریس حنیف وایي، د یادو چیک ډېمونو سروې بشپړه شوې چې ژر تر ژره به عملاً د جوړېدا چارې یې پیل شي.
ښاغلی حنیف زیاته کړه: «موږ په ټول توان د اوبو د مهارولو هڅه کوو تر څو هېواد مو د اوبو له نشت نه وژغورل شي.»
دغه چک‌ډېمونه به د سېلابونو اوبو مهار او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسونې په موخه جوړ شي. 
 له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې او مدیریت لپاره یو‌شمېر چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت