میدان وردګ، کابل او غزني کې د مڼو حاصلات زیات شوي
میدان وردګ، کابل او غزني کې د مڼو حاصلات زیات شوي
په بدخشان کې د مڼو د حاصلاتو کچه ټیټه شوې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸یم لمریز کال د شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې د مڼو د بڼونو کچه ۲۷ زر او ۵۵۹ هکټاره وه. په همدې کال کې د مڼو د تولید کچه ۲۵۰ زره او ۳۲۴ مټریک ټنو ته رسېدلې وه.
مڼه ښه خوند او د نړۍ په کچه ډېر مینه وال لري. د نړۍ د نورو ډېرو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم د مڼې ونې ډېره ښه وده کوي. مڼه د افغانستان له لویو صادراتي محصولاتو څخه شمېرل کیږي او ښه تولید هم لري. د افغانستان مڼه، هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادریږي.
د مڼې ونې د مثمرو ونو په ډله کې ده. مڼه بېلابېل ډولونه لري، چې یوشمېر یې خواږه او یوشمېر نور یې تروشه ذایقه لري، چې ډېر خوندور او غوښین دي. مڼه تر ډېره له مینځلو وروسته له پوټکي سره خوړل کیږي.
د مڼې ونې په ډېرو سیمو کې وده کوي. شنې پاڼې لري او ددې مېوې ونې سپین او سور رنګه واړه ګلان راټوکوي، چې د پسرلي په موسم کې ښکلې منظرې جوړوي او په پایله کې د ونې دغه ګلان د مڼې په مېوه بدلیږي.
د مڼې مېوه په جلا جلا او یا د وږي په بڼه رامنځته کیږي، چې د یوې نرۍ ساقې په واسطه له ونې سره نښلول کیږي.
د مڼې ونې ډېر ښاخونه او پاڼې لري او مېوه یې معمولاً ژېړ، تور، شین، سور او... رنګونه لري.
د مڼو ونې چټکه او اسانه وده لري. د مڼو د ونو خاورې او دوړې د باد او دغه راز د حشراتو له خوا توییږي. د مڼو ونې په خپله خپلې خاورې او دوړې نه شې تویولی په همدې موخه د مېوې د تولید په پار باید په مصنوعي ډول د ونې خاورې او دوړې وتوګل شي.
بڼوال د مڼو د ونو د خاورو او دوړو د توګلو او د ګردې د انتقال په پار د شاتو مچیو له ملکې څخه ګټه پورته کوي، خو په بڼونو کې د شاتو مچۍ ډېر نه دي.
د مڼو ونو د ودې شرایط:
د مڼو د ونو اوږدوالی د مڼو ونو ډولونو ته په کتو توپیر کوي او له ۳ تر ۱۵ متره ده. د ودې لپاره بشپړ لمر او نیمه سورې ته اړتیا لري. د مڼو د ونو ودې لپاره د تودوخې مناسبه درجه له ۲۰ تر ۳۵ سانتي ګراده اټکل شوې ده. د مڼو ونې د اقلیمي شرایطو پر وړاندې پیاوړي دي. په غني او حاصلخېزه خاوره کې مناسبه وده کوي او ډېرو خړوبولو ته اړتیا نه لري.
د مڼو د نیالګیو اېښودو واټن:
د مڼو نیالګیو د اېښودو واټن په پیوندي او پر بذري پایو له ۶ تر ۷ متره ده او د پیوندي په ډول له ۱۵۰ تر ۳۰۰ سانتي متره ده. د کتارونو ترمنځ واټن هم باید حتماَ څه باندې ۳ متره وي. د مڼو ونو ته باید د ونو د لوړوالي په اساس فاصله په نظر کې ونیول شي. په منځنۍ توګه هغه ونې چې له ۶ نه تر ۹ مترو پورې لوړه ونه کوي باید د دوو ونو تر منځ فاصله یې د ۶ – ۹ مترو پورې وي. هغه ونې چې په نسبتاً کمه اندازه لوړیږي یعنې د ۳.۵ څخه تر ۴.۵ مترو پورې لوړیږي باید د دوو ونو ترمنځ فاصله یې ۴.۵ متره وي.
کوچنۍ ونې لرونکې ونې چې د ۲ نه تر ۳ مترو پورې لوړه ونه کوي باید د دوو ونو تر منځ فاصله یې د ۲.۵ نه تر ۳ مترو پورې وي.
د ونو تر منځ په کافي اندازه فاصله باید پرېښودل شي تر څو لمر او هوا په پوره اندازه د ونې ټولو برخو ته ورسیږي.
د ونې معمول افتونه او ناروغۍ:
د نورو ونو په څېر د مڼې ونې هم باید د یوشمېر ناروغیو پر وړاندې خوندي شي.
هغه ناروغۍ او افتونه چې، د مڼې ونې ترې خوندي شي یوشمېر یې دادي.
د مڼې لېسه، د رېښې سپین چونجي، دـمڼوـسپیرکی، دمڼې پشم لرونکې سپږۍ، د مڼې تورې لکې او داسې نور.
مڼې په نړی کی د هغو مېوو له ډلې څخه دي، چې ډېر مینوال لري او په زیاته پیمانه خرڅیږي. هر رنګ یې خوندور رنګ دی هغه که سور، ژیړ او یا هر رنګ وي.
مڼه پاڼریژه، سخته او څو کلنه ونه لري چې تقریباً په هر معتدل اقلیم کې روزل کیږي. خو په هغه ځایونو کې چېرته چې ژمی ډېر یخ او دوبی ملایم یا معتدل او د منځنی کچې تر ډېره پورې لمده بل شتون ولري ډېره ښه وده کوي.
ځینې مڼې د تازه میوې او ځینې د پروسس او ځینې نورې بیا د ساتلو لپاره کارول کیږي. ځینې مڼې خوږې او ځینی نورې ترشې دي. ځینې په اوړي او ځینې نورې بیا په مني کې د ونو څخه راټولیږي.
مڼې تقریباً له ۳ مترو څخه تر ۹ مترو پورې لوړه او تقریباً په همدې اندازه پراخوالي سره ونه تولیدوي. چې نسبتاً په چټکۍ سره وده کوي، خو د کلو په تېرېدو سره یې وده ورو کیږي. او د مڼې ونه کولای شي چې تر سلو او یا زیاتو کلونو پورې ژوند وکړي.
د مڼې ونه په سپرلی کې ګل کوي، وروسته مېوه نیسي او له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ورځو پورې یی مېوه پخوالي ته رسیږي او د میوې پخیدنه یی د ونې په ورایټي او یا نوع پورې هم اړه لري.
د مڼې ونو او مېوې په هکله د مالوماتو ترڅنګ یوشمېر ولایتونه در پېژنو چې ډېر او ښې مڼې تولیدوي:
میدان وردګ:
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مڼو حاصلات لس سلنه زیاته شوې ده. د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وایي: «د تېرکال په پرتله سږکال ددې ولایت د مڼو په حصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.»
ښاغلی تسل زیاته کړه: «د میدان وردګو په ولایت کې د مڼو نهه زره او ۴۴۶ هکټاره بڼونه شتون لري، چې له دغو بڼونو سږکال نږدې ۱۳۲ زره او ۲۴۴ مټریک ټنه مڼې تولید شوي دي.»
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د مڼو د تولید له لارې د کال یو میلیارډ او ۵۱۱ میلیونه او ۳۶۰ زره افغانۍ عواید په لاس راځي.
د میدان وردګو مڼې نوموتي او خوندور مڼې دي، میدان وردګ د مڼو د تولید په برخه کې لومړی ځای لري.
ښاغلی تسل وویل، چې د میدان وردګو ولایت اقلیم د مڼو ونو ودې لپاره مناسب اقلیم دی او په همدې موخه ددې ولایت د (نرخ، جلریز، سیداباد، چک، جعتو او دامیرداد) ولسوالیو ترڅنګ ددې ولایت به مرکز میدان ښار کې په پراخه کچه تولیدیږي.
په دې ولایت کې ډول ډول مڼې شتون لري چې جورسې، مارلينګ، بيروتۍ، نازک بدن، ګالا، شاهي، بلش ګولډین او ژېړې مڼې یې تر نورو ډيرې مشهورې دي.
د میدان وردګو ولایت یوشمېر بڼوال د خپلو مڼو له حاصلاتو خوښ دي، خو وایي څو کاله کیږي، چې د دوی د مڼو حاصلات بهر ته نه صادریږي.
د میدان وردګو ولایت د مرکز یو تن بڼوال حاجي صالح محمد وایي: «د خدای شکر دی، حاصلات مو ښه دي، له خپلو بڼونو څخه د کال ۵۰ تر ۶۰ خرواره مڼې راټولولو، خو د مڼې پېرېدوکي کم دي.»
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ یو تن بڼوال حاجي اسماعیل بیا وایي: «د مڼو لس جریبه بڼ لرم، هر کال ښه حاصل راټولوم، میدان وردګ ښې مڼې لري خو پر خپل وخت نه خرڅیږي، ځکه بازار نه لري.»
کابل:
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عمرجان منګل وایي، چې د تېرکال په پرتله سږکال ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.
د کابل د کرنې رییس وایي، چې کابل کې د مڼو دوه زره او ۸۰۲ هکټاره بڼونه شتون لري، چې سږکال به نږدې ۲۱ زره او ۹۰۲ مټریک ټنه مڼې ترې تر لاسه شي.
د ښاغلي منګل په خبره د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مڼو ونې وده کوي، خو د مڼو ډېری بڼونه ددې ولایت په شکردرې، چهارآسیاب، خاک جبار، ګلدرې، فرزې او پغمان ولسوالیو کې دي.
د کابل په ولایت کې د مڼو متراکم او نیمه متراکم بڼونه ډېرې ښې پایلي درلودې او ددې ولایت مشهورې مڼې بېروتۍ او مارلنګ دي.
د کابل د کرنې رییس وایي، چې د کابل مڼې خوندورې مڼې دي او له دې لارې دکال نږدې ۳۱۲ میلیونه او ۸۹۱ زره او ۴۲۹ افغانۍ په لاس راځي.
د کابل د چهارآسیاب ولسوالۍ یو تن بڼوال نجیب الله وایي: «د مارلنګ یا بېروټۍ مڼې یوه ونه د کال ۲۵ منه مڼې ورکوي، چې هر من یې په ۷۰ افغانیو خرڅوو. د مڼې تولید ښه دي خو بازار یې په نشت حسابیږي.»
دکابل ولایت بل بڼوال نورالله دی، هغه وایي: «د مڼو حاصلات مو ښه دي، د خدای فضل ژوند مو ورسره ښه تېریږي، خو د حاصل ټولولو پر وخت یې بیې ټیټیږي. که خپلې مڼې په سړوخونو کې وساتو په مناسب وقت کې یې په کورنیو بازارونو کې من له ۳۰۰تر ۴۰۰ افغانیو خرڅولای شو.»
غزني:
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مڼو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالولي کوچي وایي: «د غزني د مڼو سږني حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.»
ښاغلی کوچي زیاته کړه: «ددې ولایت د مڼو له اته زره هکټاره بڼونوڅخه به سږکال ۳۶ زره مټریک ټنه مڼې راټول شي.
د غزني ولایت چاپېریال او ښه اقلیم ته په کتو ددې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د مڼو ونې ډېره ښه وده کوي. ددې ولایت په خواجه عمري، قره باغ، ده یک، مقر، رشیدان، جغتو، ګیلان او زنه خان ولسوالیو کې د نورو سیمو په پرتله ډېر مڼې تولیدیږي.
د غزني دکرنې رییس زیاته کړه، چې د غزني ولایت بڼوال له دې لارې د کال اووه میلیونه او ۹۲۸ زره او ۵۷۱ افغانۍ عواید لري.
د غزني ولایت یوتن بڼوال حاجي عبدالحکیم وایي: «د خدای شکر دی، د مڼو سږني حاصلات ښه دي. خو د پلور بازار نه لري او ډېری یې خوسا کیږي.»
د غزني ولایت بل بڼوال عبدالمجید وایي: «د مڼو اووه جریبه بڼ لرم، د مڼو حاصلات ښه دي، خو د حاصل پروخت یې بیې ټیټیږي، د کرنې له وزارته مو غوښتنه داده، چې موږ ته سړې خونې جوړ کړي.»
تر انګور وروسوته مڼې د غزني ولایت عمده کرنیز محصولات دي.
بدخشان:
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مڼو د حاصلاتو د کچې د ټیټوالي خبره کوي.
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدمعین الدین وایي، چې د مڼو د نویو بڼونو په جوړېدو سره ددې ولایت د مڼو حاصلات په زیاتېدو دي، خو سږکال د بېوخته ساړه هوا له وجې د مڼو د حاصلاتو کچه ټیټه شوې ده.
ښاغلی معین الدین وویل، چې په بدخشان ولایت کې د مڼو زر هکټاره بڼونه شتون لري، چې سږني حاصلات یې نږدې شپږ زره او ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسیږي.
هغه وویل، چې په دې ولایت کې د مڼو د هرټن بیه په کورنیو بازارونو کې نږدې ۱۷ زره افغانۍ ده.
ددې ولایت مشهورې مڼې، وطني رخشي، ژېړبېروټۍ، سره بېروټۍ، سموتي، رای ګالا، ریجف، پای روز او ترایکو ګالا دي. ددې ولایت د نورو سیمو په پرتله د کشم، تګاب، درایم، ارګو، یفتل، بهارک، جرم، وردوج، خاش، شهدا او اشکاشم په ولسوالیو کې ډېر مڼې تولیدیږي.
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ یو تن بڼوال سیدکرامت الله وایي: «د مڼو حاصلات ښه دي، خو کله چې مڼې راټولو د پلور په فکر کې یو، ځکه د پلور بازار نه لري، سړه خونه هم نشته چې خپل محصولات په کې وساتو.»
د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ یوتن بڼوال آدینه محمد وایي، چې د دوی د مڼې حاصلات ښه دي، د هغه په خبره د تېرکال په پرتله یې حاصلات کم شوي دي، هغه دکرنې له وزارته غواړي، چې ورته سړه خونه جوړه کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مڼو سارک صفر انرژۍ سړوخونو جوړولو چارې پیل کړي دي، چې په بشپړېدو سره به یې د بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې شي.