مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو کړنو څخه څارنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۲۴
مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو کړنو څخه څارنه وکړه

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي اغاجان اخند «حاجي سالم» د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست د کارکوونکو له کاري بهیر څخه څارنه وکړه.
لومړی مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاء الدین واقف دفتر ته لاړ او د یاد ریاست د آمرینو په حضور کې یې د دغه ریاست له مسوولینو سره وکتل او د کرنې وزارت د مالي چارو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 ددې لیدنې په ترڅ کې د مالي ریاست مسوولینو د خپلو فعالیتونو، د عوایدو راټولولو، لګښتونو او اړتیاوو په اړه مالي او اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
وروسته مالي او ادارې مرستیال د دې ادارې د کارکوونکو دفترونو ته ولاړ او د هغوی د فعالیتونو راپور یې واورېد او ټینګار یې وکړ، چې د دوی نیمګړتیاووپوره کولو په موخه به هلې ځلې وکړي.

معین مالی و اداری از جریان فعالیت کارمندان ریاست مالی و حسابی نظارت کرد 
۶ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی آغاجان آخند "حاجی سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز از جریان کار کارمندان ریاست مالی و حسابی این وزارت نظارت نمود.
در نخست معین مالی و اداری به دفتر مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی رفته و در حضور داشت آمران این ریاست با موصوف دیدار نموده و پیرامون مسائل مالی وزارت زراعت صحبت نمودند. 
در جریان این دیدار مسوولان ریاست مالی در مورد فعالیت‌ها، جمع‌آوری عواید، مصارفات و نیازمندی‌های شان به معین مالی و اداری معلومات ارائه نمودند.
بعدآ معین مالی و اداری به دفاتر کارمندان این ریاست رفته و گزارش فعالیت‌های شان را شنید و تاکید نمود که برای کمبودات ایشان تلاش خواهد  نمود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت