لوگر کې د نویو کرنیزو پروژو په پلي کېدو سره، نږدې زرو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۴:۲۲
با راه‌اندازی پروژه‌های جدید زراعتی در لوگر، حدود یک‌هزار نفر صاحب کار شده‌اند
 
۸ زمری ۱۳۹۹
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې په بشپړېدو دي او ددغو پروژو په پلي کېدو سره نږدې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په ټول هېواد کې «د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې» له لارې د زرګونو نويو کرنیزو پروژو د پلي کولو چارې پیل شوې، چې د دغو پروژو له ډلې د یوشمېر هغو چارې یې ډېر ژر بشپړیږي. دغه نوي پروژې، چې د برخمن شویو کسانو په لس سلنه مالي ونډې سره پلي کیږي، په کې زرګونه ممیزخونې او د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او دمېوو او سبو لمریز وچوونکي دستګاوې شامل دي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ۲۸ ممیزخونو، د پیازو د ۱۵۰ اود کچالو د ۱۴۰ زېرمتونونو د جوړلو چارې په بشپړېدو دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه راز د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې له لارې په دې ولایت کې پر یوشمېر کروندګرو مېرمنو د مېوو اوسبو ۹۹ لمریز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې ددغو پروژو په پلي کېدو سره نږدې زرو کسانو ته په نېغه د کار زمینه برابره شوې او دغه راز ددې ولایت بڼوال او کروندګر ددغو پروژو له پلي کولو خوښ دي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت