لوګر کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۴۶
لوګر کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د ازرې ولسوالی پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
د لوګر دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر هر مالدار د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
بلخوا د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ازرې ولسوالی د دادي خېلو معدن په سیمه کې پر یوشمېر کروندګرو د نیالګیو د وېش ترڅنګ د معدن په سیمه کې هم نیالګي کېنول شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

د هلمند درو ولسوالیو کې د قدرتي سرچینو اړوند سروې ترسره شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمریت کارکوونکو ددې ولایت په د درېیو ولسوالیو کې هر اړخیزه سروې ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په. . .

بازگشت