لوګر کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۹:۵۰
پانزده قطعه نمایشی سویابین در لوگر ساخته می‌شود
 
۱۷ غبرګولی ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي.
دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي. د لوګر د کرنې ریاست د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۵ بزګرانو د سویابینو تخم، یوریا او «ډي پي اي» کیمیاوي سرې وېشلي دي. د دغو وېشل شویو توکو په هره کڅوړ کې د سویابینو ۱۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او ۳۵ کیلو ګرامه سرې شامل دي. د لوګر دکرنې ریاست وایي پر دغو ۱۵ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۱۱:۵
Background image

د ځمکې تخریب مخنیوي ملی پروژې په پار د کرنې وزارت تخنیکي غونډه دائره شوه

٢٩ تله  ۱۴۰۰ هـ.ش
١٤ ربیع الاول ۱۴۴۳ هـ.ق
داغونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، د طبیعي سرچینو مرسیتال مولوی شمس الدین شریعتي او دکرنې وزارت د تخنیکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۹:۵۳
Background image

دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه


۲۶ تله ‍۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال فضل‌الباری‌ فضلي په مشرتابه غونډه دائره شوه، چې په کې د کرنې وزارت په عوایدو کې د عشر او زکات د توحید او شاملولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د ياد وزارت اداري رياست څخه ليدنه وکړه

۲۲تله ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو اومالدرۍ وزارت، مالي او اداري مرستیال فضل الباري فضلي او ورسره مل پلاوي یې د کرنې وزارت له اداري ریاست او اړوند آمریتونو څخه  لیدنه او اړوندو چارواکو ته. . .

بازگشت