لوګر کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
Sat, Jun 06 2020 9:50 AM
پانزده قطعه نمایشی سویابین در لوگر ساخته می‌شود
 
۱۷ غبرګولی ۱۳۹۹
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي.
دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي. د لوګر د کرنې ریاست د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۵ بزګرانو د سویابینو تخم، یوریا او «ډي پي اي» کیمیاوي سرې وېشلي دي. د دغو وېشل شویو توکو په هره کڅوړ کې د سویابینو ۱۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او ۳۵ کیلو ګرامه سرې شامل دي. د لوګر دکرنې ریاست وایي پر دغو ۱۵ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

 

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS