لوګر کې د تېر کال په پرتله د پیازو په حاصلاتو  کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۳:۲
لوګر کې د تېر کال په پرتله د پیازو په حاصلاتو  کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د پیازو په حاصلاتو کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لوګر ولایت دکرنې او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیرشاهد وایي، چې سږ کال د لوګر په کچه ټول ټال ۱۲۳۰ هکټاره ځمکه باندې پیاز کرل شوي و، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۴۳ زره ټنه حاصلات لاسته راغلي دي، چې ترلاسه شوي حاصلات د تېر کال په پرتله ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
نوموړي سږ کال د کروندګرو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي علتونه ښه اقلیمي شرایط، بزګرانو ته د عامه پوهاوي برناموجوړول، پرهغوی د اړینو توکو وېشل او د اوبو د کچې لوړېدل یاد کړل.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره تېر کال لوګر کې پر۱۲۲۰ هکتاره باندې پیاز کرل شوي و، چې له یادو کروندو څخه ۴۰۵۶۵ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
باید وویل شي؛ چې سږ کال د پیازو نرخونه هم د تېر کال په نسبت ښه دي او یو من پیاز شاوخوا په  ۱۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې لوګر کې د تېر کال په پرتله د غنمو، مڼو، انګور او بادامو  په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت