لغمان کې ۱۷۵ کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس توکو ویش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۱۴
لغمان کې ۱۷۵ کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس توکو ویش لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ایټالیوي ټولنې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام اړوند ۱۷۵ مستحقو کورنیو ته د سبو او مېوو د پروسس لس قلمه وسایل ووېشل شول.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د جوسر ماشین، کاشوغه، دیګ، چاقو، ګازي ډبې، ګازي نغري، جالۍ، وزن کولو تلې او نورو اړوندو توکو بسته ورکړل شوه.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالی همدرد، او د نه انلوس مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په مراسمو کې د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د پروسس شوو توکو پر ارزښت خبرې وکړې او یاد وسایل یې د کرنیزو تولیداتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وبلل. نوموړي له مستحقینو وغوښتل، چې له ورکړل شوو وسایلو څخه په سالم، معیاري او دوامدار ډول ګټه واخلي، څو د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه او بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د لغمان د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد د نه انلوس مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه، چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي. حامد له یادې مؤسسې وغوښتل، چې دغه ډول مرستې دې یوازې مهترلام پورې محدودې نه شي، بلکې د ولایت ټولو ولسوالیو ته دې پراخې شي. نوموړي له برخه‌اخیستونکو هم وغوښتل، چې له ورکړل شوو وسایلو سالمه استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت