لغمان کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۵:۲۴
لغمان کې پر یو شمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) په همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، محافظتي جامې، د ښاخبري وړه او غټه قیچې، د ښاخبري اره، او زینه شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
باید وویل شي، چې سږکال د یادې پروژې له لارې په دې ولایت کې د سټروسو ۴۹ جریبه بڼونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت