لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شولو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوی دی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۲۹
لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د شولو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوی دی

۱۲ غویی ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د شولو د ۱۸ ټنه اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ ددې ولایت له مرکز مهترلام څخه پیل شوې ده.
د لغمان دکرنې رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د شولو دغه ۱۸ ټنه اصلاح شوي تخمونه ددې ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ د الینګار، الیشنګ او قرغه یي په ولسوالۍ کې پر بزګرانو وېشل کېږي.
د ښاغلي خوشحال په خبره د شولو د ۱۸ ټنه اصلاح شویو تخمونو له ډلې، شپږ ټنه یې مهترلام کې، څلور ټنه یې الینګار، څلور ټنه یې الیشنګ او څور ټنه نور یې د قرغه یي په ولسوالۍ کې پر بزګرانو وېشل کېږي.
یاد تخمونه د سبسایډې په بڼه پر بزګرانو وېشل کېږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې بزګران ورکوي.
ددغو تخمونو دوېش موخه په دې ولایت کې د وریجو د حاصلاتو زیاتول او د بزګرانو ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

کندهار کې د پنبې ۷۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کرکېلي د پراختیا او د کتار په بڼه د پنبې د کرکېلي دودولو په پار د پنبې ۷۰ یو جریبه ننداریزې کروندې جوړوي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۹:۳۰

شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۹:۱۸
Background image

دخوست ځاځي میدان کې دوه واټر شيډونه پرانيستل شول

۳ چنګاښ ۱۴۰۰
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر ( TLO )  په همکارۍ ددې ولايت دځاځي میدان ولسوالۍ په وزي تنګي او سواکیو کې دوه واټر شيډونه (ابرېزې)  پرانيستل.
دخ. . .

بازگشت