لغمان کې پر يوشمېر کوچيانو دڅارويو دخوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوی

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۶:۴۰
لغمان کې پر يوشمېر کوچيانو دڅارويو دخوراکي توکو دوېش لړۍ پيل شوی

۵ ليندۍ ۱۳۹۹
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د NCRO موسسې په همکارۍ دلغمان مرکز مهترلام او ددې ولايت په بادپښت او قرغيو ولسواليو کې پر دوه زره او ۱۰۰ کوچيانو دڅارويو دخوراکي توکو دوېش لړۍ پيل کړی دی.
دلغمان دکرنې رييس محمدجميل خوشحال وايې، چې له دې ډلې مهترلام کې پر ۸۰۰، قرغيو کې ۲۰۰ او بادپښت ولسوالۍ کې پر ۱۱۰۰ مالدارو کوچيانو دڅارويو خوراکي توکي وېشل کيږي.
دښاغلي خوشحال په خبره په دې لړۍ کې هر مالدارته ۱۰۰ کيلوګرام کانسټريټ خوراکي توکي په وړيا ډول وېشل کيږي.
ددغو مرستو موخه دمالدارو کوچيانو ملاتړ او دمالدارانو اقتصادي ودې ته زمينه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د کرنیزو محصولاتو په پسرلني نندارتون کې د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو ګډون

د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې روان کال د غويي میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "آغا خان بنسټ" له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د "آغا خان بنسټ" له مسوولینو سره وکتل او د بادام باغ په ملي نندارتون کې یې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې. . .

بازگشت