لغمان کې قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۰:۱۵
لغمان کې قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه

دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په هدایت دعلیشنګ ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو مدیریت لخوا دعلیشنګ ولسوالې دغازي آباد، جمشید آباداو پړاین کلیو له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د غیرقانوني وهنې مخنیوی او ساتنې په پار ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو ته د ځنګلونو د خوندیتوب او ساتنې په پار د عامه پوهاوی ترڅنګ دوی ته ددې ملي پانګې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په همدې حال کې یادو مشرانو هم ځنګلونو ساتنه یو ملي وجیبه وګڼله او اړوندو چارواکو ته یې ډاډ ورکړل، چې دوی به د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت