لغمان کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۴:۲۴
لغمان کې قومي مشرانو سره د عشر او زکاتو راټولولو په موخه ناسته وشوه

۱۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په هدایت دعشراوزکات مسؤل د مرکز مهترلام اړوند دبدیع الاباد سیمې دپنج پدر،منځگل او اباخیلو له قومي مشرانو سره د عشر او زکات د راټولولو په هکله جلا جلا ناستې ترسره کړل.
یادې ناستې چې له نوموړو کلیو له قومي مشرانو سره ترسره شوې، د عشراوزکات راټولولو آمر ذبیح الله هشام له خوا د عشر اوزکات د راټولولو په هکله د امیرالمؤمنین حفظه الله ځانګړی حکم محتوا  قومي مشرانو ته بیان کړ همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې عشراو زکات ورکول یو الهي امر یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ددې الهي امر په ترسره کولو کې باید ټول مسلمانان خپله غاړه خلاصه کړي او په دې اړه یې د اسلامي شریعت په رڼا کې ارزښت لرونکې خبرې وکړي.
 همداراز قومي مشرانو ته وویل هغه کسان چې خپلو ځمکو له حاصلاتو څخه اسلامي امارت ته عشر ورکړي له دوی سره به د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست له خوا هر اړخیزې مرستې ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت