لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۳۱
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب اوپراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه تېره د لغمان دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو چارواکو د دې ولایت د علینګار ولسوالی د نورلام درې قومي مشرانو، سپین ګیرو او میشتو قومونو سره د ځنګلونو خوندیتوب، دلرګو د پرېکېدو د مخنیوي او قاچاق په پار غونډه دائره کړه.
په جوړه شوی ګډه ناسته کې د لغمان دکرنې ریاست د علینګار ولسوالی نورلام درې مشرانو ته د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او دځنګلولونو د ساتلو، دځنګلونو د اقتصادي ارزښت او د ځنګولونو د بیا احیا په تړاو لازمې لارښوونې وشوې، او ددې ولسوالی له خلکو او چارواکو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې د علینګار ولسوالی د نورلام درې قومي مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت