لغمان کې د مالدارۍ خوندیتوب په پار هڅې؛ د څارویو د خوارکي توکو زېرمتون او دوه کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۹:۲۱
لغمان کې د مالدارۍ خوندیتوب په پار هڅې؛ د څارویو د خوارکي توکو زېرمتون او دوه کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د مرکز مهترلام ګلارم په سیمه کې  کې د ۲۱ زره  امریکایې ډالرو په ارزښت د مالدارانو د ستونزو د حل په پار  حیواني خوراکې میل او یو د وترنرۍ دوه کلینیکونه ګټي اخیستي ته وسپارل شول.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددې ولایت د مالدارانو د ستونزو حل او په په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پار دوه پروژې ګټي اخیستني ته سپارل شوي دي .
د کرنې رییس زیاته کړه، چې د مالدارۍ کلینیکونه او د حیواني خوراکې زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې دکرنې د پراختیا نړیوال وجهي صندوق لخوا جوړ شوی،  چې ددي کلینیکونو او حیواني خوراکې په جوړولو سره د درملو او خوراکې  ترڅنګ واکسینونو، درملني او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.
دغه راز  د ۷ زره ډالرو په ارزښت د حیواني خوراکې لپاره ودانۍ، ماشینري، میل لپاره اومه مواد؛ او  په ټوله کې د ۲۱ زره ډالرو په ارزښت د کلینیک  لپاره یوه عراده موټر سایکل،  یو پایه سولري یخچال، بشپړ سولري سیستم،  د وترنري تخنیکي بستې،  لوجستیکي بستې او ګڼ نور وسایل ورکړل شوي دي،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړونه وړاندې کړي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت