لغمان کې د بزګر ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۶:۳
لغمان کې د بزګر ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

۳ وری ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د وري دويمه د بزګر ملي ورځ ددې ولايت د سيمه ييزو چارواکو او يوشمېر اوسېدونکو په شتون کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
یاد مراسم چې،  په کې د لغمان والي رحمت الله یارمل او د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال تر څنګ د بېلابېلو ادارو رييسانو، بزګرو، مالدارو او قومي مشرانو برخه لرله بېلابېل کرنیز او حیواني توکي هم  نندارې ته وړاندې شول.
د کرنې وزارت له خوا هر کال د وري دويمه د بزګر ورځ د هېواد د پلازمېنې تر څنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي او دفصل بېلابېل حیواني او کرنيز توکي نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت