لغمان کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په پار د یوې پروژې چارې پیل شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۲:۲
لغمان کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په پار د یوې پروژې چارې پیل شوې


۳تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د سولې ریښې (Roots of Peace) مؤسسې په همکارۍ ددې ولای د مرکز مهترلام په خاله خېلو کې د شهرندجوی کانال د ۱۶۰ مترو پاک کاري او بیارغونې او دغه راز د ۱۹ وړو سربندونو د اوبو د کنټرول دروازې د بیارغونې چارې پیل کړي دي.
د لغمان دکرنې رییس الحاج محمدولی محسن وایي، چې یاده پروژه کې به ۲۰نفره ۴۵ ورځې کار کوي،في نفر کارګر ته ۳۰۰او استاد ته ۶۰۰ افغانۍ ورځینۍ مزد/اجوره ورکول کېږي.
د لغمان دکرنې رییس د شرکت مسؤلینو او کارګرانو ته په خطاب کې جدي لارښوونه وکړه ترڅو د کانال ټول کارونه په لوړ کیفیت او پوره صداقت ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت