لغمان ولایت کې ۲۵ مالدارو کورنیو ته د باجرې تخم او اړونده وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۱
لغمان ولایت کې ۲۵ مالدارو کورنیو ته د باجرې تخم او اړونده وسایل ووېشل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، او د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې (ډي،سي،اې) په مالي مرسته، د لغمان ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ ۲۵ تنو مستحقو مالدارانو ته د باجرې تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
دا مرسته د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییسالحاج مولوي عبدالستار محمد او د هالینډ کمیټې د ولایتي مسؤلینو له‌خوا رسماً پرانیستل شوه، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته ۷ کیلوګرامه د باجرې تخم،۱ کیلوګرامه یوریا (سپینه سره)، ۱ کیلوګرامه توره سره، یوه بېلچه او یوه کشک ورکړل شوي دي.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دا مرسته، چې ارزښت یې ۵۵ زره او ۲۵۵ افغانۍ دی، د مالدارانو لپاره د څارویو د خوراکي موادو د برابرولو، د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا، او د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د باجرې کرنه د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره ډېره مناسبه ده، او کولای شي د څارویو لپاره یو ارزښتناک خوراکي منبع وي.
دا ډول مرستې به نه یوازې د مالدارانو اړتیاوې پوره کړي، بلکې د خوړو خوندیتوب او عوایدو د لوړوالي په برخه کې به هم رغنده اغېز ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت