لغمان  کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۰:۲۹
لغمان  کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

۱ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لغمان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د یادې کمېټې رییس الحاج مولوی محمدولي محسن په مشرۍ پلاوی د قرغیو ولسوالی اړوند عزیز خان کڅ، لوګرلام او دلغمان مرکز اړوند پنج پای، درګۍ، میرعالي خېل او پیرا بابا سیمو څخه  د امارتي ځمکو دتثبیت او تشخیص په موخه له یادو سیمو څخه لیدنه وکړه او په دې لړ کې 8159.52 جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.
د لغمان ولایت دغصب دمخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی ددې ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ لومړی د قرغیو ولسوالی اړوند عزیز خان کڅ او لوګر لام سیمو ته سفر وکړ او د دې سفر په ترڅ کې یې د ارزاقو مدیریت اړوند دګدام سنګي په نوم اووه جریبه او اوولس بسوې ځمکه چې د دې سیمې یوشمېر اوسیدونکو یې د خپل ملکیت ادعا کوله دکدستري نقشې په تطبیق سره امارتي تثبیت او تشخیص کړه.
دغه راز تخنیکي پلاوی د لوګرلام سیمې ته لاړل او هلته یې  تثبیت کړه، چې شاوخوا اته سوه جریبه ځمکه د سیند ترغاړې شتون لري او د ځايي اشخاصو په تصرف کې ده دنوموړې ځمکې دتفکیک لپاره دکرنې ریاست ته دنده وسپارله ترڅو یو گډفني او تخنیکي ټیم وټاکي او نوموړې ځمکې اندازه، شخصي او دولتي یې معلوم او راپور یې له دوی سره شریک کړي.
په ورته وخت کې تخنیکي پلاوی دپنج پای اړوند درګۍ، میرعالي خېل سیمو ته لاړ او هلته یې د ارزونې په ترڅ کې 8152.35 جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او همداراز یې دهمدې سیمې مشران راغوښتل او دیوناستې په ترڅ کې یې دوی ته وویل چې په امارتي ډاګونو کې هیڅ اشخاص نوي تصرفات نه شي کولای.
 دغه راز تخنیکي پلاوی د پیرابابا سیمې ته لاړل او هلته یې ددې سیمې ځایي اوسیدونکو ترمنځ د هدیرې په سر د اوښتې لانجې ارزونه وکړه .
دیادولو وړ ده، چې د نوموړیو بررسیو په لړ کې په ټوله کې8159.52 جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.
باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۲۴
Background image

پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

بازگشت